ګولایي دواخانه کې پر یو موټر د چاودنې له امله څلور تنه مړه او ټپیان شوي دي

کابل- ایرنا- د کابل ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند وايي، د ګولایي دواخانې په سیمه کې په یوه موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله څلور تنه مړه او ټپیان شوي دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د غوايي په لومړۍ نېټه، ایرنا ته وویل: د شنبې په ماښام د شپږمې ناحیې اړوند د ګولايي دواخانې په سیمه کې د چاودنې له امله یو تن وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

ځدراڼ زياته کړه: دغه چاودنه په يوه سراچه ډوله موټر کې د ځای پر ځای شوي مقناطيسي ماين له امله شوې ده.

داعش ترهګرې ډلې د دغه برید مسوولیت په غاړه اخیستی ویلي یې دي، چې په دغه برید کې یې شیعه رافضي او مرتد طالبان په نښه کړي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .